د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۹مې نېټې ابېلارډو دې ايسپونا ته د کولمبيا د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ ويلي، چين او کولمبيا ستراتيژيک ملګري دي او د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۶ کلونو راهيسې يې خپلمنځي اړيکو ته ښه پرمختګ ورکړی، سياسي متقابل باور یې ټينګ ساتلی، د خلکو ترمنځ دوستي یې ژوره کړې او د کمربند او لارې د باکيفیته ګډې ابادۍ همکارۍ یې ګړندۍ کړې دي.
نوموړي ويلي، چې هغه د چين او کولمبيا د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او له ولسمشر ابېلارډو دې ايسپونا سره به په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظر تبادلو او همکاريو د ژورتيا لپاره هڅې وکړي، ستراتيژيکې همکارۍ به یې نوي کچې ته لوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.






































