د جاپان لومړۍ وزيرې تاکایچي سانای په روان کال کې څو ځلې د «ازاد او پرانيستي هند ـ پاسیفیک» لید يادونه کړې ده.
د جاپان د بېلا بېلو کچو چارواکو د دغه لید د خپرولو لپاره فليپين، ويتنام، اسټراليا او ځينو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د جولای په ۲مه نېټه د جاپان د ياد نظر په اړه د چين دريځ څرګند کړی دی.
هغه ویلي، جاپان په خوله د ازادۍ او پرانيستې تګلارې خبرې کوي، خو په زړه کې د تقابل او ټکر فکر لري او اوسنۍ تګلاره یې د سیمې هېوادونو د سولې، پرمختګ او همکارۍ سره په ټکر کې ده او رښتینی ملاتړ به ونه لري.
ګوه جيا کون زياته کړې، هند ـ پاسیفیک سيمه ګډوډيو او وېشلو ته نه، بلکې ثبات او همکاريو ته اړتيا لري او د سیمې هېوادونه باید له دويمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړيوال نظم او د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول وساتي او دا یې د ټولو ګډ مسئوليت بللی دی.






































