د امريکا د واشینګټن ایالت څه باندې ۲۰ تنکيو ځوانانو پدې وروستيو کې د چين سه چوان ولایت ته سفر کړی.
دوی په دې سفر کې پنډاګان، ځايي کلتور او د ښکاري منظرو نندارې کړې دي.
دغه امريکايي تنکي ځوانان د چين او امريکا د تنکيو ځوانانو د راشه درشه په ځانګړي فعاليت(PandaMaxxing) کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي.


د امريکا او چين د تنکيو ځوانانو د راشه درشه ټولنې رئیس جوشوچي وويل، د نړۍ په اړه د ځوانانو رښتينې پېژندنه له نږدې تجربو او لیدنو له لارې رامنځته کیږي. چين ته سفر او تجربه او له چينايانو سره مخامخ خبرې او صمیمي دوستي به د امريکايي تنکيو ځوانانو د معلوماتو په وده کې ډېره مرسته وکړي.
(PandaMaxxing) فعاليت د چين ميډيا ګروپ او د امريکا او چين د تنکيو ځوانانو د تبادلې ټولنې لخوا په ګډ کوربه توب د دواړو هېوادونو د تنکيو ځوانانو ترمنځ د متقابل پوهاوي او د دواړو هېوادونو د دوستۍ د زياتېدو په موخه جوړ شوی دی.






































