د چین د روبوټونو صادرات د روان کال له پيل راهيسې په دوامداره توګه زيات شوي دي او بېلابېل ډولونه روبوټونه د نړۍ بازارونو ته صادرېږي، چې د چين د لوړې کچې د توليدي صنعت صادرات نور هم پياوړي کوي.
د چین د ګمرکاتو ملي ادارې د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو مياشتو کې چين له ۱۰ ميليونو او ۳۷۷ زرو څخه ډېر روبوټونه صادر کړي، چې ټول ارزښت يې ۱۹ ميليارډو او ۹۹۰ میلیونو يوانو ته رسېږي. دغه محصولات د نړۍ له ۱۵۰ څخه ډېرو هېوادونو او سيمو ته صادر شوي دي، اروپايي ټولنه او د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه (آسيان) يې تر ټولو مهم صادراتي بازارونه دي.






































