د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په څلورمه د سويډن په پلازمېنه سټاکهولم کې د دغه هېواد له لومړي وزير اولف کريسترسون سره ليدلي دي.
کریسترسون وويل، چې حکومت يې د يوه چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي چې له چين سره خبرې تقويه ، اجماع يې زياته او په بېلابېلو برخو کې يې ګټې ګټې همکارۍ پياوړې کړي. هغه زياته کړه، چې سویډن د اروپا او چين ترمنځ د خبرو له زياتېدو ملاتړ کوي او هيله لري، چې د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات ښه حل شي.
وانګ يي وويل، چې چين به له سويډن سره د بېلابېلو کچو د چارواکو اړيکې پیاوړې ، يو د بل له برتريو ګټې پورته او ګټې ګټې همکارۍ پراخې کړي، څو خپلمنځي اړيکو ته سالم، ثابت او دوامدار پرمختګ ورکړي. هغه هيله ښودلې، چې سويډن د چين او اروپا د اړيکو لپاره رغنده رول ولوبوي.






































