سږ کال په چين کې د ملګرو ملتونو د سمندري قانون کنوانسيون د پلې کېدو ۳۰ مه کليزه ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۷مه نېټه يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې په تېرو دېرشو کلونو کې له بېلا بېلو لورو سره د سمندر په سطحه د سولې او امنيت د ساتنې، د سمندر د پايښت لرونکي پرمختګ د پياوړي کولو، د سمندر علمي څېړنو او چاپېريال ساتنې د لا غښتلي کولو او د سمندري چارو د تګ راتګ او همکارۍ د پرمخبيولو لپاره هڅې کړي او د اړوندې نړيوالې ادارې د ښه والي او د انساني ګټو د لا زياتوالي لپاره يې کوښښونه کړي دي.
ماو نينګ ويلي، د کنوانسيون خبرې لومړۍ لويه نړيواله پروسه وه، چې هېواد يې پکې په ملګرو ملتونو کې د خپلې قانوني څوکۍ له بيا اعادې وروسته برخه اخيستې وه.
چين د سمندري قانون په اړه د ملګرو ملتونو په درېيم کنفرانس کې له پيل تر پايه ګډون درلود او له پرمختيايي هېوادونو سره يې يو ځای د کنوانسيون د تصويب لپاره خدمتونه کړي دي.
چين د کنوانسيون د لومړيو لاسليک کونکو په ډله کې دی.






































