د خوست–ګردېز پر لویه لار کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د خوست امنیې قوماندانۍ وایي، پېښه نن سهار د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ د «دوهسرکې» په سیمه کې رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې یو اکسل موټر له یوه هینو مازدا موټر سره ټکر کړی دی. د یادې پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.






































