په بلخ ولایت کې د «افغان یاسني ایل» د تېلو تصفیهخونه، چې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړه شوې، هره ورځ له ۶۰۰ ټنو ډېر خام تېل تصفیه کوي. د فابریکې مسوولین وایي، په دې ځای کې پټرول، ډیزل او مازوت تولیدېږي او د کورني بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي. دغه تصفیهخونه کې له ۱۰۰ څخه ډېرو کسانو ته مستقیم او سلګونو نورو ته غیرمستقیم د کار زمینه برابره شوې ده. بلخوا، خلک له حکومت غواړي چې د تېلو د بیو د کنټرول لپاره د نورو تصفیهخونو د جوړېدو زمینه هم برابره کړي.






































