د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له پاکستانه څه باندې یو میلیون افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د یاد سازمان د راپور له مخې، د بېرته راستنېدونکو زیاتوالي پر کوربه ټولنو او د بشري مرستو پر بهیر فشار ډېر کړی دی. راپور زیاتوي، د راستنېدونکو د شمېر په لوړېدو سره په افغانستان کې بشري اړتیاوې هم زیاتې شوې او ګڼې کورنۍ د سرپناه، روغتیايي خدماتو، جامو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو له ستونزو سره مخ دي. ای او ایم ویلي چې ډېری راستنېدونکو په پاکستان کې له کلونو ژوند وروسته خپله شتمني، د عاید سرچینې او د ژوند د اړتیاوو د برابرولو امکانات له لاسه ورکړي او اوس اړ دي چې خپل ژوند په افغانستان کې له سره پیل کړي.





























