په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست، نقیبالله احمدي، د برونای دارالسلام د پلان او پراختیا وزارت له مرستیال، ډاکټر نور امتحان، او د سلطان حسن البلقیه بنسټ له مشر سره کتلي دي. په مالیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او برونای ترمنځ پر اړیکو او د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. همدارنګه یې په فرهنګي او بشري برخو کې د همکاریو پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی.






































