د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، په افغانستان کې د ښځو په نوم د ثبت شویو سوداګریزو جوازونو شمېر د تېرو پنځو کلونو په پرتله لس برابره زیات شوی او اوس له ۱۰ زرو څخه اوښتی دی. د دې پروګرام په وینا، د ۲۰۲۱ کال تر مخه د ښځو په نوم شاوخوا زر سوداګریز جوازونه ثبت وو، خو دا شمېر اوس د پام وړ لوړ شوی دی. یاد پروګرام زیاتوي، سره له دې چې پر ښځو د زدهکړو او کار محدودیتونه لا هم دوام لري، کوچنۍ سوداګرۍ د ډېرو افغان ښځو لپاره د عاید او اقتصادي ځانبسیاینې مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. د UNDP د معلوماتو له مخې، دغې ادارې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له ۹۰ زرو څخه د ډېرو کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ کړی دی.






































