د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي چې د «کار په بدل کې د نغدو پیسو» پروګرام له لارې یې د کندهار ولایت د میوند بازار اوسېدونکو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي. ای او ایم په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا پروژه د افغانستان د ټولنیز پایښت پروګرام (ACRP) له لارې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ پلې کېږي. ای او ایم زیاته کړې چې دغه پروګرام د عایداتي فرصتونو د برابرولو ترڅنګ، د پاکو اوبو، روغتیايي او حفظالصحې خدماتو د ښه والي او د ښځو او نارینهوو لپاره د مناسبو اسانتیاوو په برابرولو کې هم مرسته کوي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د دې پروژې پلي کېدل به د سیمهییزو ټولنو د پیاوړتیا او د بېلابېلو ننګونو پر وړاندې د هغوی د مقاومت په زیاتېدو کې مرسته وکړي.




































