د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په لسو ولایتونو کې د باران، تالندې او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. یاد وزارت نن په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې سبا د چهارشنبې په ورځ په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د سخت باران، تالندې او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. دغه وزارت ویلي، د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۵ میليمترو پورې وي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې چې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته، چې چټکتیا یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو په ساعت پورې اټکل شوې ده.






































