له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مرستیال تاج محمد همت وایي، د نورستان په سېلابونو کې تر دې دمه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي چې یوازې د ۱۵ هغو جسدونه موندل شوي دي. نوموړي ویلي، په دغو سېلابونو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي. دغه راز پارون ښار کې ۳۰ کورونه او ۱۱ رستورانتونه په بشپړه یا نسبي توګه ویجاړ شوي دي. همت وايي، چې د پارون ښار د وضعیت ارزونې او د مرستو همغږۍ په موخه یو پلاوی له کابله نورستان ته تللی دی.






































