د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) ویلي چې، سره له دې چې کرنه د میلیونونو افغانانو د ژوند اصلي ستن ده، خو کروندګر لا هم د وچکالۍ، د اوبو کمښت، افتونو، ناروغیو او اقتصادي فشارونو له ننګونو سره مخ دي. فایو په راپور کې ویلي چې په دغو شرایطو کې د کرنې اړوند د بېړنیو مرستو کیفیت د کلیوالو کورنیو د معیشت د خوندیتوب او له بحرانونو وروسته د هغوی د بېرته رغېدو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د دغه سازمان په وینا، د مرستو د کیفیت د پیاوړتیا په موخه یې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره خپل ۱۹ تخنیکي کارکوونکي د «بیړنیو حالاتو او طبیعي افتونو پر مهال د کرنیز معیشت د ملاتړ د معیارونو» په برخه کې روزلي دي. د راپور له مخې، دغه نړیوال معیارونه له کارپوهانو سره مرسته کوي چې د کرنیزو مرستو د وړاندې کولو مناسب وخت، د غبرګون اغېزمنې لارې او د مرستو کچه د شواهدو او د زیانمنو سیمو د اړتیاوو پر بنسټ وټاکي.





























