د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۶مه د کابل د روږدو د درملنې پر «امید» مرکز د پاکستان د پوځ هوايي برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. د راپور له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي. دغه سازمان ویلي چې داسې هېڅ شواهد نه دي موندل شوي چې وښيي یاد مرکز پوځي موخو لپاره کارېدلی وي. د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا د څانګې سرپرستې، ایزابل لاسي، ویلي چې پر روغتیايي مرکز برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو جدي سرغړونه ده او د احتمالي جنګي جرم کچې ته رسېږي.





























