د امريکا اکسيوس(Axios) خبري ويبپاڼې د جولای په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، امريکا او برېتانيا پلان لري چې په راتلونکې اوونۍ کې د برېتانيا په پلازمېنه لندن کې يوه لوړ پوړې غونډه تر سره کړي او پکې به ” له هرمز تنګي د سمندري ترانسپورټ د خوندي کولو“ نړيوال ائتلاف پر جوړېدو بحثونه وکړي.
دغه ويبپاڼې د دوو اروپايي ډيپلوماتانو په قول ويلي، د غونډې مشخصه اجنډا او وخت تر اوسه نه دي ټاکل شوي او د لوېديځو هېوادونو او د منځني ختيځ هېوادونو د دفاع وزيران او لوړ پوړي قوماندان ښايي پکې ګډون وکړي. د امريکا دفاع وزير پيټ هېګسيتس او د دغه هېواد د ځواکونو لوی درستيز دان کاين به هم پکې حاضر وي.
د دغه خبر پخلی تر دې دمه د امريکا يا برېتانيا لخوا نه دی شوی.





























