په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اګست په ۱۸مې نېټې د امنيت شورا د ليبيا مسئلې په علنۍ غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د ليبيا مسئلې د هراړخيزې، بشپړې او بنسټيزې حل لارې لپاره هڅې وکړي.
فو څونګ ويلي، په وروستيو کې په ليبيا کې سياسي بهير څرګند پرمختګ موندلی او د تېلو او ګازو د صادراتو عايد يې خورا زيات شوي، خو په ورته وخت کې دغه هېواد له ځينو ستونزو سره هم مخ دی.
هغه ويلي، په لیبيا کې اصلي سياسي اختلافات لا هم نه دي حل شوي او هم په سیمه کې امنيتي خطرونه زیات شوي، چې دغو ستونزو د دغه هېواد پر ميکرو اقتصاد فشارونه ډېر کړي دي.
نوموړي زياته کړې، ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې سياسي نقشه پر مخ وړې ده.
چين د ليبیا له اړوندو خواوو څخه غواړي، چې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې مشورې ګړندۍ کړي، شته اختلافات دې حل کړي او د سياسي نقشې له مخې دې اړوندې مسئلې حل او يوې هوکړې ته دې ورسېږي، څو په دغه هېواد کې ټاکنو ته لاره برابره شي.





























