د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ ویاند کولینز د اګست په ۱۸مې نېټې اعلان کړی، چې د اکوادور ډيپلوماټ ایوني باکي به د ملګرو ملتونو د سرمنشي ټاکنو کې ګډون ولري.
هغه ویلي، ايوني باکي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ټاکنو ته د تونګا لخوا نوماند شوی دی.
د مالوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راتلونکو ټاکنو کې به د چیلي د پخوانۍ ولسمشرې میشل بچلیټ جیریا او د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ اوسني عمومي مدیر رافیل ګروسي په شمول ۷ نور نوماندان هم ګډون ولري.
د اوسني سرمنشي انټوني ګوټرېش د ماموریت موده به د سږ کال د ډسمبر په ۳۱مې نېټې پای ته ورسېږي.





























