د چين د سوداګرۍ وزارت د لګښت هڅونې ادارې يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې، د دغه هېواد په مصرفي بازار کې د نوښت او ښه والي رجحان ساتل شوی، د بازار پیمانه یې دوامداره پراخه شوې او د پرمختګ کیفیت يې په مسلسل ډول ښه شوی دی.
په همدې موده کې، د چين د مصرفي توکو او خدماتو د پرچون عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۶ سلنه زياتوالی موندلی . د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت ۲۸ اعشاریه ۷۷ ټریلیونو يوانو ته رسېدلی دی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱.۲ سلنه زياتوالی ښيي او په دې جملې کې له موټرو پرته د مصرفي توکو د پرچون ارزښت ۲.۷ سلنه زياتوالی موندلی دی.





























