د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۹مې نېټې اعلان کړی، چې هېواد به يې پر ايران بې ساري ويجاړونکي اقتصادي عمليات پلي کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د همدې مياشتې په ۲۰مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې بنديزونه او فشارونه مسئلې نه شي هوارولی او له ټولو لورو يې غوښتي، چې په مسؤلانه تدبیرونو او سياسي او ډيپلوماتيکو لارو ستونزې هوارې کړي.




























