د کاناډا صدراعظم مارک کارني د اګست د ۲۱مې نېټې په نيمه شپه په يوې اعلاميې کې له امريکا سره د دغه هېواد د سوداګريزو خبرو د قطع کولو اعلان وکړ او د خپل مذاکراتي پلاوي د بېرته راتګ غوښتنه يې کړې ده.
په دغې اعلاميې کې ويل شوي، چې امريکا به پر ځايي وخت د ۲۱مې نېټې له نيمې شپې څخه د کاناډا د ۲۰ميلياردو ډالرو په ارزښت توکو د ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفو په لګولو پيل وکړي، نو کاناډا به دې ته په ځواب کې د خپلو تصديو او کارګرو د ګټو د ساتلو په پار د امريکا پر ضد بالمثل اقدامات ترسره کړي.
صدراعظم مارک کارني بيا ويلي، حکومت به يې په راتلونکو څو ورځو کې په لا زياتو تدبيرونو لاس پورې کړي، څو د امريکا د لوړو ګمرکي تعرفو له امله رسېدلي زيانونه کم شي.





























