رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو له نوملړه وایسته؛ هغه پرېکړه چې د سوریې د چارواکو په وینا، د نړیوالو پانګونو او نړیوال مالي نظام ته د دغه هېواد د بېرته پیوستون پر وړاندې یې یو مهم خنډ لرې کړی دی. رویټرز راپور ورکړی چې دغه پرېکړه د کانګرس د ۴۵ ورځني بیاکتنې له بشپړېدو وروسته عملي شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا اقدام د سوریې د نوي حکومت له لوري د نړیوال ترهګرۍ اړوندو فعالیتونو څخه د واټن اخیستو د مثبتو اقداماتو او ژمنو په غبرګون کې شوی دی. سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې وه.





























