په جاکارتا کې د افغانستان سفارت سرپرست سعدالله بلوچ او د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس شعیب بریالي د اندونیزیا د دیني چارو له وزیر او د استقلال جومات له امام نصیرالدین عمر سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو، دیني او کلتوري همکاریو د پیاوړتیا او د دیني عالمانو ترمنځ د تجربو د تبادلې په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو د ګډو دیني پروګرامونو او ناستو پر جوړولو هم بحث کړی، او د اندونیزیا د دیني چارو وزیر د دوه اړخیزو اړیکو پر ارزښت او پراختیا ټینګار کړی دی.





























