د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو د مرستیالې سرمنشي روزمري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي. بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې خبرو کې د ا.ا او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د عمومي وضعیت په اړه بحث وشو او د راتلونکو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو نظرونه تبادله شول. همداراز، د دوحې پروسې په اړه د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم د دواړو لورو نظرونه شریک شوي دي.































