د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د ملاتړ په موخه د «بند امیر» دویم ملي نندارتون نن په بامیانو کې پرانیستل شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه نندارتون کې نږدې ۱۰۰ غرفې جوړې شوې او صنعتي او سوداګریز محصولات، لاسي صنایع، غالۍ، لبنیات او وچې مېوې نندارې ته اېښودل شوې دي. په دغه نندارتون کې د بامیانو والي او د صنعت او سوداګرۍ رییس د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې، د تولیدوونکو او سوداګرو د ملاتړ او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل مهم بللي دي. د چارواکو په وینا، دغه درېورځنی نندارتون به د کورنیو تولیداتو د معرفي، بازارموندنې او د تولیدوونکو، سوداګرو او پېرېدونکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.































