د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، کابل ښاروالۍ په تېر ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۲۱ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي دي. نوموړي د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» خبري کنفرانس پر مهال وویل، په همدې موده کې د ۹۴ زره او ۵۵۰ متره مربع سړکونو د ترمیم چارې هم ترسره شوې دي. مجاهد زیاته کړې، کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو کې د ۷ زره او ۴۷۲ متره کانالونو جوړولو او ترمیم چارې هم ترسره کړې دي.































