مولوي ذبیحالله مجاهد د پاکستان له لوري د افغان طبي محصلانو د ایستلو پرېکړه «غیرانساني» او د خواشینۍ وړ بللې او له اسلاماباده یې غوښتي چې په دې پرېکړه کې بیاکتنه وکړي. مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د اتم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ویلي، د لوړو زده کړو وزارت بشپړ چمتووالی لري چې هغه افغان محصلان په هېواد کې دننه په تحصیلي بنسټونو کې جذب کړي چې له پاکستانه د وتلو ته اړ کېږي. د پاکستان د طبي او غاښونو شورا تر دې مخکې پر هغو افغان محصلانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې وه چې په دغه هېواد کې د طب او غاښونو په برخو کې زدهکړې کوي.































