د امریکا د تعرفو په وړاندې د کاناډا ځوابي تدبیر د سپتمبر په ۸مه نېټه په رسمي توګه نافذ شو. د کاناډا صدراعظم مارک کارني په همدې ورځ یوه ویډیويي وینا وکړه او ټول ملت یې وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي.
کارني وویل، کاناډا به په امریکا د خپلې اتکا د کمولو لپاره قرباني ورکړي، هر اقدام لګښت لري، خو دا لګښت د اقتصادي ځوړندوالي د بیې په پرتله هېڅ دی.
کارني بیا ټینګار وکړ چې امریکا په وروستۍ شیبه کې غیر معقول غوښتنې وکړې چې د کاناډا حاکمیت او مهمو صنعتي ګټو ته زیان رسوي، نوځکه کاناډا پریکړه وکړه چې تړون پریږدي او متقابل اقدامات پلي کړي.































