د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله د سپتمبر په ۸مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پرانيستل شوې او د اعتبار بيا ټينګښت او د مديريت د اصلاحاتو تطبيق به ددغې اسمبلې کاري مضامين وګرځي. ددغې عمومي اسامبلې رئيس خلیل الرحمن د اسامبلې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې ملګري ملتونه له سختو ننګونو سره مخ دي، پر څو اړخيزم فشارونه زيات دي او د اعتبار کمښت پر نړيوالو څانګو او ډله ايزو فعاليتونو د خلکو باور ازموي. هغه د اعتبار بيا ټينګښت او د مديريت اصلاحات د اسامبلې مضامين ټاکلي دي، چې په خبره یې په دې سره به هغه ملګري ملتونه جوړ شي، چې ټولو ته واقعي ارزښت ولري او ګټه ورسوي.































