د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال نړيواله سرمشريزه د سپتمبر په نهمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال دينګ شوی شيانګ پکې ګډون او وينا وکړه.
هغه سرمشریزې ته په وينا کې ويلي چې خدماتي سوداګري د نړيوالې سوداګرۍ يوه مهمه برخه ده او د نړيوال اقتصادي پرمختګ او صنعتي ښه والي په برخه کې يې مهم رول لوبولی دی. د چين دولت رئيس شي جين پینګ څو څو ځلې دغې سرمشریزې ته مهمې ويډيويي ويناوې کړې دي او يا یې دغې سرمشریزې ته د مبارکۍ پيغامونه استولي او په دې برخه کې يې د ورخلاصون او همکارۍ د پرمخبېولو لپاره د اړوندو اقداماتو اعلان کړی. دا د ورخلاصون د پراخوالي لپاره د چین ټينګه اراده او د نړيوالو خدماتي چارو او د اړوندې سوداګرۍ د پرمخبېولو لپاره د چين د مسوليت ښکارندويي کوي. چین په فعاله توګه خدماتي سوداکري پرمخ وړي، په خدماتي ساحه کې يې ورخلاصون لا ژور کړی، په پر له پسې توګه يې د خدماتي سوداګرۍ پيمانه پراخه کړې او جوړښت يې لا ښه کړی چې د بېلا بېلو هېوادونو او تصديو لپاره يې لازيات فرصتونه برابر کړي دي.
دينګ شوی شيانګ د سپتمبر د نهمې نېټې په مازديګر په وار سره د بلغارستان له مرستيال صدراعظم پليوف او د زيمبابوې له مرستيال ولسمشر چيوينګا سره هم ولیدل.































