د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير کاظم غريب ابادي د سپتمبر په ۹مه نېټه د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ پر هغه تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه، چې د بريتانيا، فرانسې او جرمني لخوا په ګډه وړاندې شوی و. په دغه پرېکړه ليک کې د ایران د اټومي مسئلې اړوند موضوعات د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سپارلو غوښتنه شوې ده. کاظم غريب ابادي په ټولنيزو رسنيو ويلي، چې ځينو هېوادونو د ايران پر هغو اټومي تاسيساتو بريدونه کړي چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسي تر خونديتوب او څارنې لاندې دي، د پلټنې عادي بهير يې ګډوډ کړی، وروسته همدغه هېوادونه پر تفتیشونو د خنډونو په پلمه د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د شورا د دې پرېکړې د تصویب لپاره هڅې کوي. هغه زاته کړې، چې دا کړنې د اړوندو هېوادونو د ناکامې پاليسۍ او اقداماتو جبران نه شي کولی او د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې به هم پايله و نه لري.































