د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا د سپټمبر په ۱۰مه نېټه ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د ايپیک د صنعت او سوداګرۍ سرمشريزه به د نومبر له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د چين په شن جن ښار کې تر سره شي.
د معلوماتو له مخې، د دې دورې سرمشريزه به «په ګډه د سوکالۍ لپاره هڅې او د ګډ راتلونکي لپاره بریا» تر عنوان لاندې او د چین د نړیوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا لخوا جوړه شي. تمه ده چې د ايپيک د اقتصادونو شاوخوا ۱۰۰۰ تنه د سوداګرۍ او حکومتونو استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي او د آسیا-پاسیفیک د آزادې سوداګرۍ سیمې د جوړولو، خپلمنځي اتصال، مصنوعي ځیرکتیا او دواملرونکي پرمختګ په څېر موضوعاتو په اړه به بحثونه او د نظريو تبادلې وکړي، څو د آسیا-پاسیفیک اقتصادي ودې د هڅونې لپاره وړاندیزونه وکړي.































