د غزني د کرنې ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات شاوخوا ۵۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي. بڼوال وایي، سږ کال د مناسبې هوا له امله د انګورو حاصلات ښه شوي، خو د مناسب بازار نشتوالي اندېښمن کړي او ښايي خپل لګښتونه هم پوره نه کړای شي. دوی له حکومت او سوداګرو غواړي چې د انګورو لپاره کورني او بهرني بازارونه پیدا، د صادراتو زمینه برابره او معیاري سړې خونې جوړې کړي.































