د پکتیا ولایت دیني عالمانو په یوه غونډه کې په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې نور دې ورور وژنه ودروي، طالبان دې اوربند وکړي او ګډ ځواکونه دې نور شپني عملیات او هوایي بمبارۍ، چې له امله یې ډېره مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوړي بند کړي. دیني عالمان وايي، چې په کور دننه او بهر یو شمیر کړۍ او هېوادونه هڅه کوي، چې د افغان سولې له روان بهیر څخه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي. دیني عالمان د سولې په مذاکراتي ټیم کې د ونډې اخیستو غوښتنه کوي او وايي، که وسلوال طالبان ورڅخه د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب غوښتنه وکړي دوی یې هر کلی کوي. دوی وايي، وسلوال طالبان او افغان حکومت دې په کور دننه بین الافغاني مذاکرات پیل او د خبرو په لړ کې دې تر هر څه وړاندې اوربند اعلان کړي.