د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې پاکستان قطر او نور هېوادونه چې د افغانستان د سولې د بهیر ملگري دي ،باید د طالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو د اعلان مخالفت او غندنه وکړي. د وسله والو طالبانو له لوري پرون د الفتح په نوم پسرلني عملیات پیل شول. خلیلزاد د خپل ټویټر له لارې د طالبانو نوي پسرلني عملیات غندلي دي. نوموړي له ټولو افغانانوغوښتي چې باید د دې عملیاتو غندنه او مخالفت وکړي. خلیلزاد چې اوسمهال په افغانستان کې د سولې په هدف د سیمې هېوادونو په سفر دی ویلي چې وخت د دې غوښتنه کوي چې ټول افغانان د یوې روښانه راتلونکې لپاره لاسونه سره یو کړي.