د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د ايران په اړه د خپلو تګلارو دفاع وکړه. ټرمپ ويلي، له ايران سره خبرو اترو ته يې پرانيستې روحيه لري. نوموړي زياته کړه، امريکا د هرمز په تنګې کې د تېلو له لېږد رالېږد سره مرستې کړې، نو بېلا بېل هېوادونه دې امريکا ته د امنيتي مرستې لګښت ورکړي.
نوموړي ويلي، چې ايران يوې هوکړې ته د رسېدو ليواليتا لري او امريکا په دې اړه پرانيستې روحيه لري.
ټرمپ پخوا ويلي چې د امريکا او ايران تر منځ جګړه به په راتلونکي نومبر کې د امريکا د کانګرس له منځمهاله ټاکنو وروسته سمدستي پای ته ورسېږي او اوس له ايران سره د خبرو بيا پيل کول د ده په غور کې نه دي.































