د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت له باغونو څخه څه باندې ۱۸ زره مټریک ټنه انګور راټول شوي دي. د دغه ریاست د کرنیزو چارو آمر، انجنیر عبدالخلیل کریمي، رسنیو ته ویلي چې سږ کال د فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو په شاوخوا ۱۲۰۰ هکټاره ځمکه کې له بڼونو څخه ۱۸ زره او ۲۴۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شوي دي. د نوموړي په وینا، د طبیعي افتونو، په ځانګړي ډول د ږلۍ ورښت، له امله د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله کم شوي؛ خو په ځايي بازارونو کې یې بیې د تېرو کلونو په پرتله لوړې شوې دي.































