د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په یوه غونډه کې دخبرو پر مهال ویلي، پوره ۹ میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان بشپړ شوی دی. دده په وینا په دغه پلان کې پنځه کاري ډلې ګومارل شوې وي چې هرې ډلې په خپله برخه کې ستونزې مشخصې کړې او بیا یې حللارې ورته پیاد کړې. کرزي زیاته کړه دواړو لورو پر دغه پلان هوکړه هم کړې ده، خو د ۹ میاشتو په تېرېدو لا هم د پاکستان په سیاست کې بدلون نه دی راغلی. دده په وینا په دې وروستیو کلونو کې دا څووم ځل دی چې پاکستان له افغانستان سره خپلې ژمنې ماتوي او پر شته تړونونو عمل نه کوي. نوموړي د سولې په اړه ویلي چې پاکستان کولی شي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، ځکه دغه ډلې د پاکستان تر مستقیم اغېز لاندې دي. هغه ټینګار کړی، چې افغان حکومت یوازې له افغان طالبانو او وسله والو سره سوله کوي، بهرنۍ ډلې ترهګرې دي او افغان ځواکونه به مبارزه ورسره کوي.