د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه پر يوې ټولنيزې رسنۍ د مصنوعي ځيرکتيا د ځواکونو جوړولو اعلان کړی دی.
هغه ويلي، دی به په نژدې راتلونکې د دې لپاره يو مسؤل چارواکی وټاکي. د ده په خبره، مصنوعي ځيرکتيا د راتلونکي نسل صنعتي انقلاب يا انترنيټي چارو د ځانګړتياوو استازيتوب کوي چې پيمانه او اغېزه به يې لا پراخه شي او اړوندې چارې ممکن د امريکا د ناخالص کورني توليد په سلو کې ۲۵ برخه جوړه کړي.































