د چين دولت رئيس شي جین پينګ پر ځایي وخت د سپتمبر د ۲۳ مې نېټې په ماسپښين په ځانګړې الوتکه کې واشینګټن ته ورسېد او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه يې دغه هېواد ته رسمي سفر پیل کړ.
کله چې شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان د واشينګټن اندروس هوايي پوځي اډې ته ورسېدل، ډونالډ ټرمپ او مېرمن يې میلانیا ټرمپ د هغوی تود هرکلی وکړ. ټرمپ وويل، ډېر خوشحاله شوم، چې په واشينګټن کې د رئیس شي جین پينګ او مېرمن پنګ لي يوان استقبال کوم او دا سفر ډېر د پام وړ دی. رئیس شي جین پينګ ستر مشر دی او دا يوه ستره شېبه ده. هيله من يم چې له رئیس شي جین پينګ سره د نظریو ژورې تبادلې وکړم او د دواړو هېوادونو اړيکو ته وده ورکړم.
شي جين پینګ يوه کتبي وينا خپره کړه او ويې ويل، د چين او امريکا خلکو اوږدمهالې دوستانه اړيکې ساتلې او د دواړو خواوو ګټې په ژوره توګه یو له بل سره تړلې دي، دواړه هېوادونه دې همکاران واوسي، نه سيالان. دواړه خواوې دې پر یوه لوري روان وي او داسې ثابتې اړيکې دې وپالي، چې همکارۍ ته لومړيتوب ورکړي، سيالۍ يې متعادلې، اختلافات يې د کنټرول وړ او سولې ته هیله بښونکې آینده مشخصه وي، څو په نوې زمانه کې د دواړو لویو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سمه لاره ومومي.
شي جين پينګ وویل، نړۍ د توسعې او زمانه د بدلون په حال کې ده، د چين او امريکا ترمنځ د ګډ سوله يیز ژوند تاريخي منطق له بدلون پرته باقي پاتې دی، د دواړو هېوادونو د خلکو د دوستانه اړيکو هیله او له چين او امریکا څخه د نړيوالې ټولنې هيله همداسې باقي پاتې ده. زه هيله لرم، چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او نړيوال وضعيت په برخو کې د مهمو موضوعاتو په اړه د نظريو ژوره تبادله وکړم او د چين او امريکا ترمنځ رغنده ستراتېژيکې ثابتې اړيکې پرله پسې معنی دارې کړم. زه همدارنګه هيله من يم، چې د امريکا د بېلابېلو برخو له شخصيتونو سره پراخ تماس ولرم او ژوره دوستي ورسره وپالم. باور لرم، چې د دواړو خواوو د ګډو هڅو په نتيجه کې به دغه سفر له لاسته راوړنو ډک وي، د دواړو هېوادونو د خلکو رفاه به زیاته کړي او نړيوالې سولې ته به هيلې وربښي.




































