افغان ولسمشر وایي پاکستان دې له افغانستان سره خپله نا اعلان شوې جګړه پای ته ورسوي. ولسمشر غني له یو شمېر ځوانانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، د سیمې هېوادونه په تېره پاکستان باید دا مسئله درک کړي، چې د ټولې سیمې ثبات د افغانستان په امنیت او ثبات کې نغښتی دی. دده په وینا پاکستان له افغانستان سره نا اعلان شوې جګړه پيل کړې ده او ددې وخت دی چې دغه جګړه پای ته ورسوي. نوموړي له ځوانانونو سره د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان له سختو شرایطو تېرېږي او افغان حکومت هڅه کوي د سولې پروسه یوې نتیجې ته ورسوي. دده په وینا سوله، ټاکنې او امنیت د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې لاس ته راوړنې هم لري. هغه له ځوانانو وغوښتل چې د خپل حکومت ملاتړ وکړي او د ښې راتلونکې لپاره دې هیله من وي.