د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې امر کړی چې افغان طبي محصلانو ته دې بېرته په ټولګیو کې د ګډون اجازه ورکړل شي او د محکمې تر بلې غونډې پورې دې د هغوی زدهکړې نه ګډوډېږي. دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا پوهنتونونو ته د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو لارښوونه کړې وه. د محصلانو وکیل ویلي، د محکمې لنډمهالی خوندیتوب لا پر خپل ځای دی او افغان محصلان کولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او له لیلیو څخه به هم نه ایستل کېږي.































