د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي، تهران خپل شرطونه د منځګړو له لارې امریکا ته رسولي او اوس د واشنګټن ځواب ته په تمه دی. د ده په وینا، د ایران د شرطونو له ډلې د جګړې او سمندري محاصرې پای ته رسول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول شامل دي. رضايي ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو هڅې د قطر او پاکستان د منځګړیتوب له لارې روانې دي. نوموړي ادعا کړې چې د امریکا حکومت د پرېکړې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي وو چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د تهران شرطونه د منځګړو له لارې واشنګټن ته رسول شوي او ایران د امریکا رسمي ځواب ته په تمه دی.































