د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم او د چاپېريال او پرمختګ په اړه د چين د نړيوالې همکارۍ کمېټې رئيس دينګ شوي شيانګ د سپتمبر د ۲۹مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د دغې کمېټې د ۲۰۲۶م کال په غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
دينګ شوي شيانګ پر دې ټينګار کړی چې دوامدار پرمختګ د زرغون راتلونکي په لور د مختلفو خواوو ګډو کارونو ته اړتيا لري. هغه دری فقره ييز وړانديزونه وکړل: لومړی، بايد د عملي فعاليتونو له لارې د زرغون او د کاربن په کمې ايستنې سره د پرمختګ هڅونه وکړي او «د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون» او «د پاريس تړون» دې وساتي، په هراړخيزه توګه دې د کون مينګ ــ مونټريل نړيوال بيولوژيکي تنوع چوکاټ د عملي کېدو وړانديز پلی کړي، څو د نړيوال اقليمي ادارې او د بيولوژيکي تنوع ساتنې ته ډاډمنتيا او مثبته انرژي برابره شي. دويم: د ساينس او ټېکنالوژيو د نوښت او روزنې له لارې د زرغون پرمختګ توليدي ځواک دې وروزل شي، د زرغون پرمختګ د تخنيکي نوښتونو سيستم دې په چټکۍ بشپړ شي، په ګډه دې د زرغون پرمختګ او د کاربن د کمې ايستنې لپاره د ساينس او ټېکنالوژيو ستونزې حل کړي، ټېکنالوژۍ دې عملي کړي، د صنعتي چارو د ډیجيټلي کېدو هڅونه دې وکړي او د ځيرکو او زرغون کېدو کارونه دې يو ځای وکړي. درېيم، د پرانیستې همکارۍ له لارې دې د نړیوال چاپېریال او اقلیمي مديريت ښه والی وکړي، د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته او زرغونه جوړونه دې وهڅوي، د اقلیمي بدلون په اړه د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکارۍ دې ژورې کړي چې د زرغون پرمختګ لاسته راوړنې دې د ټولو هېوادونو خلکو ته ورسول شي.































