د روسيې د ولسمشرۍ مطبوعاتي سکريتر پيسکوف د سپتمبر په ۲۹مه نېټه ويلي، هېواد يې هيله لري چې ايران د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه و نه وځي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې ويلي چې دغه تړون د اټومي وسلو د نه خپرولو د نړيوال ميکانيزم بنسټ دی او روسيه غواړي چې ايران په دې تړون کې د يو مهم او مسؤلانه ګډونوال په توګه خپل رول ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړې چې د ايران دوستانو او همکارانو په بېلا بېلو کچو په وار سره تائيد کړی چې ايران نه د اټومي وسلو په جوړولو بوخت او نه هم اړوند پلان لري. دغه هېواد د اټومي وسلو د نه خپرېدو ميکانيزم له مخې د خپلو دندو د تر سره کولو هڅه کوي او د اټومي انرژۍ سوله يیزې کارونې ته هم ژمن دی.































