د ملګرو ملتونو د غلودانو او کرنې پروګرام عمومي مدير چيو دونګ يو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه ويلي چې د غلودانو د تاوان او ضايع کېدو کمول د اړوند سيستم د ښه والي، د طبیعي سرچينو او پیسو د سپما او د ځنګلونو د ساتنې لپاره ګټور دی.
د سپتمبر ۲۹مه نېټه د غلودانو د تاوان او ضايع کېدو د مخنيوي له ۷مې تبليغاتي ورځې سره برابره ده او د دې سازمان او د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام په ګډ کوربتوب اړوند فعاليت د غلودانو او کرنې پروګرام د روم په مقر کې تر سره شو.
د غلودانو او کرنې پروګرام يوه شمېره ښيي چې په نړۍ کې د حاصل شويو غلودانو ۱۳،۴ سلنه له پلور مخکې له لاسه تللي او شاوخوا ۱۹ سلنه يې د پرچون، د رستورانتونو او کورنيو کې ضايع شوي دي.































