د چین د سمندري ځواکونو د “ایوسپیس آرک” روغتون کښتۍ چې د “همغږي ماموریت – ۲۰۲۶” دنده ترسره کوي، د اکتوبر په لومړۍ نېټه سینیګال ته خپل دوستانه سفر پای ته ورساوه او د ډاکار له بندر څخه وخوځېدله.
د سینیګال پوځي او سیاسي چارواکو او د افسرانو او سرتېرو استازو، په سینیګال کې د چین سفیر، پوځي اتشه او د سفارت کارمندانو، ځایي اوسېدونکو او د چین لخوا د تمویل شوي ادارو استازو د همدې ورځې د سهار په شاوخوا ۱۰ بجو په بندر کې یادې کښتنۍ ته مخه کړه. د سپتمبر له ۲۵ مې نېټې راهیسې، د روغتون د یادې کښتۍ کارکوونکو د سینیګال خلکو او ځایي اوسېدونکو چینایانو ته طبي خدمات وړاندې کړي چې د سینیګال له بېلا بېلو ټولنو څخه یې پراخه ستاینه ترلاسه کړې ده.































