د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس د اکتوبر په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې فدرالي دفاعي پوځ به د عصري جګړې بڼې له بدلون سره سم په راتلونکي ۲۰۲۷ کال کې د ډرونونو لومړۍ ډله جوړه کړي.
نوموړي ویلي، دغه پرېکړه یې د اوکراین په جنګي ډګر کې له تجربو څخه راغلې ده. په راتلونکي کې که غواړي په ځمکني جګړه کې بریا ومومي، نو لازمه ده چې د ډرونونو سیسټم کنټرول کړي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې ډلې لپاره د سرتېریو اصلي شمېر به شاوخوا ۳۰۰ تنه وي، ور پسې ښايي ۶۰۰ تنو ته زیات شي.































