چين د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په سهار ۳ بجو او ۲۵ دقیقو د CZ-4B باروړونکي توغندي په وسیله د دغه هېواد د جيو چيوان له سپوږمکۍ توغوونکي مرکز څخه شپږ سپوږمکۍ فضا ته په برياليتوب توغولې دي چې په دې کې د لرې واټن کنټرولوونکې ۵۳-۰۷، ۵۳-۰۸، ۵۳-۰۹ سپوږمکۍ، د لرې واټن کنټرولوونکې ۵۶-۱۹، ۵۶-۲۰ او ۵۶-۲۱ سپوږمکۍ شاملې وې. ټولې سپوږمکۍ په بریالیتوب سره خپلو ټاکل شویو مدارونو ته ورسېدې او د توغولو دنده په بشپړ بریالیتوب پای ته ورسېده.
دغې سپوږمکۍ به د علمي ازموینو، د ځمکنیو سرچینو د څارنې، د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو د اټکل او د طبیعي پېښو د مخنیوي او زیانونو د کمولو په برخو کې وکارول شي.































